دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 156215
په افغانستان کې د امریکایي سرتیری نوې ویډیو جنجال جوړ کړ

د امریکا پوځ یو سرتیری په افغاستان کې د ترهګرو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې پر یوه ملکي وګړی ډزې کړی  او وروسته یې ویډیو خپره کړې، چې اوس یې ورته جنجال جوړ کړی دی.

د امریکا پوځ رسنیو ته ویلي، چې د هغه سرتیری د ویډیو په اړه پلټنې پیل شوی چې په کې لیدل کیږي چې د عملیاتو په ترڅ کې یوه ملکي موټر چلوونکی په نښه کیږي.

د فاکس نیوز د راپور پر اساس، د امریکا متحده ایالاتو چارواکو دغه موضوع د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس سره هم شریک کړی دی.

دغه ویډیو څو ورځې مخکې د انټرنټ له لارې خپره شوې چې د افغانستان په یوه نامعلومه ځای کې اخیستل شوې ده خو د ویډیو په یوه برخه کې لیدلی کیږي چې یو امریکایي سرتیری د خپل وسلې په وسیله د سړک په غاړې پر یوه موټر چلوونکی ډزې کوي.

تر اوسه معلومه نه ده چې په دغه برید کې موټر چلوونکی وژل شوی او یا هم ټپي دی.

خو د امریکا پوځ د مرکزي قومانداني مشر جنرال جوزف ووټل فاکس نیوز ته په یوه بیان کې لیکلي، چې نوموړی د پیښې په اړه ډیر مایوس شوی ځکه دغه ویډیو د امریکا ولس، ائتلافي ځواکونه، افغان حکومت، او ولس ته یوه ناوړه پیغام وړاندې کوي چې ګواکې د امریکا پوځ ټول غړي بې رحمه دي.

جنرال ووټل زیاته کړه، چې دغه ویډیو نشي کولاي د امریکا پوځ له مسلکي او انساني چلند څخه نمایندګي وکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آو)
https://avapress.com/vdcfyvdytw6dt0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته