ویلکږی، د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د افغان امنیتی پوځي عملیاتو په ترڅ کې، ۶ تنه ترهګر وژل شوي.
کاپيسا ولایت کي ۶ تنه ترهګر وژل شوی دی او ۴ نور ټپیان دی
12 جدی 1396 ساعت 22:21
ویلکږی، د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د افغان امنیتی پوځي عملیاتو په ترڅ کې، ۶ تنه ترهګر وژل شوي.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د ۲۰۱ سېلاب قول اردو سرګندوی، ددغه عملیاتو کی ۴ تنه نور ترهګر ټپيان شوي دي.
ډګرمن شیرین اغا د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند په دی اړه زیاتیوی، چې یاد عملیات د دغه ولایت د نجراب ولسوالۍ د افغانیه او پچغان دره کې له ملي پوځ سره په همغږۍ سره د افغان ملي امنیت د صفر یک قطعې له خوا په عملیاتو په لاره وا چول شول.
دوی د یاد عملیاتو د افغان پوځي د ځوکوانو د مرګ ژوبلی مالومات وړنکره.
خو تر اوسه ددولت مخالفینو په دی اړه څه نه دی ویلی.
د مطلب کود: 155808