کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سږ کال اقتصادی رشد ۲.۶ سلنې ته ورسید

12 جدی 1396 ساعت 0:19

د مالیه وزارت ویاند وایی چی د ۲۰۱۷ کال د اقتصادی رشد له لحاظه یو ښه کال د افغانستان لپاره په حساب راځی.



د آوا په ګزارش سره، اجمل حمید عبدالرحیمزی ددی وزارت عامه اړیکو رییس نن په یو خبری ناسته کی، وویل: سږ کال د عوایدو سطحه په هیواد کی لوړ وو او همدارنګه د هیواد په بیلابیلو اقتصادی برخو کی اصلاحات رامنځته سوه.
ښاغلی عبدالرحیم زی وایی، د صادراتو ګراف په ۲۰۱۷ کال کی لوړ میزان کی قرار درلود او اقتصادی رشد په سږ کال کی ۲.۶ سلنې ته رسیدله.
هغه وایی چی ۱۶۹.۱ میلیارده افغانی د قوس میاشتی تر آخرو پوری د ملی عوایو په حیث راټول سوی چی د تیر کال په پرتله د ۱۶.۶ میلیارده افغانی زیاتیدنه ښیی.
د مالیه وزارت ویاند وویل: زموږ صادراتو میزان په ۲۰۱۷ کال کې ۷۲۳ میلیون دالرو ته پراختیا کړی دا په داسی حال کی دی چی په هیواد کی د صادراتو میزان په ۲۰۱۵ کال کی ۵۸۰ میلیونو دالرو ته رسیدل.
هغه همدارنګه وویل چی د مالیه وزارت تصامیمو په اساس بانکی تضمینوه او رادیو ګانو او تلویزیونونو فعالیتونو حق الامتیازونو کی ۵۰ سلنه کموالی راسی.


د مطلب کود: 155740

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155740/سږ-کال-اقتصادی-رشد-۲-۶-سلنې-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com