کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت: د ننګرهار په هوایي بریدونو کې ۵۰ داعش وسله وال وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 جدی 1396 ساعت 17:58


د افغانستان د ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې د هویاي بریدونو په ترڅ کې په ختیځ ننګرهار ولایت کې لږ تر لږه پنځوس تنه داعش وسله وال وژل شوي.

ملي دفاع وزارت نن په یوه بیان کې لیکلي، چې د داعش وسله والو پر خلاف تازه هوایي بریدونه د ننګرهار لایت د اچین ولسوالی په اړون سیمو کې ترسره شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د بریدونو په ترڅ کې د وسلو او مهماتو درې زیرمې او د داعشیانو یوه پټنځای هم لمنځه تللي دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت مقام تېره ورځ وویل چې د اچین ولسوالۍ په باندر درې سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د هوایي برید په ترڅ کې ۱۵ داعش وسله وال ووژل شول او د دوی وسلې او مهمات هم تخریب شول .

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې همدا راز د هسکې مینې ولسوالۍ په اوغز سیمه کې هم د داعش ډلې دوه غړي،چې د اورکزۍ ایجنسۍ اوسیدونکي وو، وژل شوي دي .

د ولایت مقام په وینا، په دې پېښو کې چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې رامنځته شوي، بل چاته کوم زیان ندی اوښتی


د مطلب کود: 155461

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155461/دفاع-وزارت-د-ننګرهار-په-هوایي-بریدونو-کې-۵۰-داعش-وسله-وال-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com