کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې ځانمرګی برید رامنځته شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 قوس 1396 ساعت 20:25


د هلمند ولایت چارواکو ویلي، چې د لښکرګاه ښار د درېیمې امنیتي حوزې د بولان په سیمه کې پر یوې سرحدي پوستې ځانمرګی برید رامنځته شوی دی.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک زیاتوي، نن ماښام ۶ بجې یو ځانمرګي بریدکوونکي خپل موتر بم د سرحدي پولیسو پر  پوسته چولی دی.

د هغه د څرګندونو له مخې تر دې دمه د پېښې له ځایه ۳۱ ټپیان د لښکرګاه روغتون ته لیږدول شوي او دوه کسه وژل شوی دی.

د هغه په وینا؛ په ټپانو کې ۱۱ امنیتي سرتېري دي او شل نور ملکي وګړي دي.

دغه را د په وژل شویو کې یو ملکي او بل پولیس دی.

نوموړي ویلي، چې ډېري ټپیان ملکي وګړي دي.


د مطلب کود: 155010

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155010/د-هلمند-ولایت-په-مرکز-لښکرګاه-کې-ځانمرګی-برید-رامنځته-شوی

آوا
  https://www.avapress.com