په پاکستان کې چاواکي وایي، په کوټه کې پر یوې کلیسا ځانمرګي برید لږ تر لږه ۸ کسه وژلي او ۳۰ نور ټپیان دي.
د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګتي په ډاګه کړې؛ په دغه برید کې، چې نن یکشنبه د بیتل میموریال پرکلیسا وشو، لږ تر لږه دوه وسلوالو لاس درلود.
بوګتي وویل؛ یوه حمله کوونکي د کلیسا له دروازې سره، چې په انګړ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۴۰۰ کسان د کرسمس له جشن مخکې د یکشنبې د ورځې د مراسمو لپاره راټول شوي وه، ځان ته چاودنه ورکړه.
د هغه په وینا؛ دوه یم برید کوونکي مخکې له دې، چې پځان پورې چاودیدونکي توکي والوزوي؛ د امنیتي ځواکونو پر ډزو ووژل شو.
د بلوچستان ایالت پولیس وايي، چې، ټول قربانیان د کلیسا په انګړ کې راټول شوي عبادت کوونکي دي.