دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۶
د مطلب کود : 154912
د افغان ترک لیسې نیول شوي استادان خوشې شول

کابل کې د افغان ترک لیسې هغه څلور تنه استادان خوشې شول چې څو ورځې وړاندې د ملي امنیت ځواکونو له لوري نیول شوي و.
 
د ملي امنیت په ریاست کې یوې سرچینې یک تلویزیون سره په خبرو کې د دې خبر پخلی کړی، خو د زیاتو جزیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.
 
د ملي امنیت منسوبینو څو ورځې وړاندې کابل کې د افغان ترک د یوې لیسې څلور تنه استادان چې یو یې افغان او درې نور یې ترکان و، ونیول.
 
ملي امینت د دې ترڅنګ د یادې لیسې د نجونو لیلیه هم ماښام مهال محاصره کړه، چې هیواد کې یې زیات غبرګونونه وپارول.
 
د افغان ترک لیسو د زده کوونکو والدینو د دې پيښې په غبرګون حکومت ته خبرداری وکړ، څو یاد استادان زر تر زره خوشې کړي، کني لاریون به وکړي او لارو کې به خیمې ووهي.
 
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې وویل پر یادو کسانو شک و، نو له همدې امله د ملي امنیت له خوا د څيړنو په موخه نیول شوي، خو منتقدان وایي دا د حکومت یو سیاسي حرکت و او په دې کار سره یې غوښتل چې د ترکیې د حکومت باور ترلاسه کړي.
 
د یادولو وړ ده چې دا کسان په هماغه ورځ چې ولسمشر غني ترکیې ته سفر درلود، نیول شوي و.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzknzi23nmwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته