دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 154889
د ترهګرو پر ضد ملي دفاع وزارت ته د ولسمشر غي نوې لارښوونې

په ختیځ ننګرهار ولایت کې ځاي حکومتي چارواکي وایي افغان ولسمشر محمد اشرف غني ملي دفاع وزارت ته یې امر کړی،ترڅو په ننګرهار کې د خوږیاڼو ولسوالۍ په ګډون ټولې سیمې د دښمن څخه پاکې کړي .

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې ولسمشر غني تېره ورځ د خوږیاڼو قوم له استازو او مخورو سره د کتنې پر مهال د پرمختیایي پروژو د پلي کولو ترڅنګ د نورو موضوعاتو په اړه هم بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر غني زیاته کړه، د نوي قراراد په اساس به د کابل – جلال اباد لویه لاره په اساسي توګه جوړه شي او له منځنۍ اسیا څخه د ۱۰۰۰ میګا واټه برېښنا له واردولوسره به د ننګرهار، لغمان، کونړ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو د برېښنا ستونزه حل شي. هغه زیاته کړه، د ننګرهار ولایت لپاره د ۲۰ میګا واټه لمریزې برېښنا ترتیبات هم نیول شوي دي.

ولسمشر غني وویل، د ولسي تړون پروګرام مسوولینو ته یې لارښوونه کړې چې د خوګیاڼیو د ولسوالیو اړوند کلي هم په یاد پروګرام کې شامل کړي. هغه زیاته کړه، په پام کې ده چې په راتلونکو دوه کالو کې به د افغانستان په هره ولسوالۍ کې داسې اساسي کارونه ترسره شي چې د خلکو پر ژوند به مثبت اغېز ولري.

هغه یادونه وکړه، د مېملې باغ د احیا ترڅنګ به د میوند معرکې د اتلې ملالۍ هدیره په اساسي توګه ورغاول شي.

د ولسمشر غني په وینا، ننګرهار کې به د خپلې بشري پانګې له امله اساسي تحول راشي او په ټینګار سره وویل چې اوبه زموږ ابرو او عزت دی او حکومت یې د مهارولو لپاره اساسي تدابیر په پام کې لري. همدارنګه به په بندونو او کانونو باندې هم اساسي کار وشي.

هغه زیاته کړه، حکومت د ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی او د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به پر وخت ترسره شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaayn6o49nma1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته