د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي په افغانستان کې امریکایي پوځیان په وروستیو کې د ترهګرو پر ضد د مبارزې په دګر کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې ځکه امریکایي پوځیانو ته د عملیاتو د ترسره کولو لپاره بشپړ واک ورکړل شوی دی.
نوموړی تیره ورځ د امریکا سمندري پوځ د یوې قطعې له منسوبینو سره کتنې پر مهال وویل چې امریکایي پوځیان له دې وړاندې د عملیاتو لپاره سپینې ماڼی اجازې ته اړتیا نه لري.
هغه وویل چې تاریخ ثابت کړې چې افغانستان د بریا ترلاسه کولو لپاره یو ډیر سخت ځای دی خو امریکایي پوځیان د افغانستان په جګړه کې د بریا په لور روان دي.
دا په داسې حال کې ده په افغانستان کې میشت امریکایي پوځیانو په وروستیو کې د ترهګرو پر ضد خپل مبارزې او هڅې ګړندی کړي.
ولسمشر ټرمپ د روان کال د اګسټ په میاشت کې د سویلي اسیا لپاره د خپل ادارې نوې تګلاره په ډاګهه کړه او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت پر دوام او ترهګرو ډلو پر لمنځه وړلو یې ټینګار وکړ.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د ترهګرو پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو له هڅو او مبارزو څخه هم ستاینه وکړه او زیاته کړه چې د افغانستان او د افغان پوځ د تقویې په برخه کې به د امریکا مرستې ادامه ولري.