کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند کی د ۲۰ تنو طالبانو وژل کیدنه

23 قوس 1396 ساعت 17:45

هلمند امنیتی چارواکی په دی ولایت کی د ۲۰ تنو طالبانو وژل کیدو څخه خبر ورکوی.



د آوا په ګزارش سره، عمر زواک د هلمند والی ویاند د آوا سره په اړیکه کی وویل؛ د دولتی ځواکونو هوایی او ځمکنې مشترک عملیاتونو په نتیجه کی، د تیرو څو ساعتونو په لړ کی د ګرمسیر، مارجه، ناوه او ګرشک ولسوالیو کی ۲۰ تنه طالب وسله وال وژل سوی دی.
په دی عملیات کی امنیتی ځواکونو او ملکی خلګو ته کوم زیان نه دی اوښتې.
زواک زیاته کړه: همدارنګه د عملیات په جریان کی ۲۶ حلقه ماینونه چی د امنیتی ځواکونو په لاره کی ځای پرځای سوی وو، د امنیتی ځواکونو انجینیری ټیمونو له لوری کشف او خنثی کړل سو.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
هلمند د هیواد ناامنو ولایتونو څخه دی چی اوس ددی ولایت مرکز او څو ولسوالیو کی د امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دی.


د مطلب کود: 154793

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/154793/په-هلمند-کی-د-۲۰-تنو-طالبانو-وژل-کیدنه

آوا
  https://www.avapress.com