د سوداګړی خونه سرګندویی، چې په ۵۰ پروازونوکې د تازه او وچې مېوې په ګډون له ۱۵ سوه ټنو زیات سوداګريز اقلام هندستان ته صادرشوي دي.
تراوسه ۵۰ پروازونوکې وچې اوتازه مېوي هند صادرشوي دي
22 قوس 1396 ساعت 17:58
د سوداګړی خونه سرګندویی، چې په ۵۰ پروازونوکې د تازه او وچې مېوې په ګډون له ۱۵ سوه ټنو زیات سوداګريز اقلام هندستان ته صادرشوي دي.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د سوادګرې او صنایعوخونې د عامل پلاوي رئیس عتیق الله نصرت پرون په کابل ښارکې خبریالانو ټه په دی اړه ویلی، تردی مهاله په ۵۰ پروازونو کې د وچي او تازه مېوي په ګډون له ۱۵ سوه ټنو زیات سوداګريز توکي هندستان ته صادرشوي دي.
سرچنیو زیاتیوی، له ۵ میاشتو په کمه موده کې د هوايي دهلېز له لارې له هند سره د افغانستان سوداګري ښه غوړېدلې او د لا چټکتیا په حال کې ده.
دوی وایی، موږ د یاد ۵۰ پروازونو کې د ۱۵ سوه ۵۵ ټنو په اندازه صادارتي اقلام چې ۱۱سوه ټنه یې تازه او وچه مېوه تشکیلوي، هندوستان ته صادر کړي .
هغوی زیاتیوی، په لومړي سرکې اټکل داسې و چې ممکن دغه دهلېز ښه نتیجه ورنه کړي.
د مطلب کود: 154744