کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني د ترکيې پلازمېنې استانبول ته روان شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 قوس 1396 ساعت 20:19


ارګ په ډاګه کړې، چې نن ماښام ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په فوق العاده ناست کې د ګډون لپاره د ترکيې پلازمېنې استانبول ته روان شو.
 
د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ ولسمشر غني به په یاده ناسته کې د ګډون ترڅنګ د غونډې ګډونوالو ته د امریکا لخوا  بیت المقدس ته د سفارت د لیږدولو په اړه د افغانستان د حکومت او خلکو اندېښنه په ډاګه کړي.
 
له ولسمشر غني سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني، د ولسمشرۍ د عالی مقام سلاکار فضل محمود فضلي او د ولسمشرۍ د ستراتیژیکو اړیکو او رسنیو د ریاست مرستیال محمد هارون چخانسوري مله دي.


د مطلب کود: 154690

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/154690/ولسمشر-غني-د-ترکيې-پلازمېنې-استانبول-ته-روان-شو

آوا
  https://www.avapress.com