کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې د یوې کورنی د لسو تنو غړو د وژنې قضیې په اړه نوې موندنې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 قوس 1396 ساعت 10:52


په پلازمېنه کابل کې جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي د یوې کورني د لسو تنو غړو د وژنې قضیې په تړاو یو شمېر کسان نیول شوي.
 
د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست رئیس محمد سالم الماس وایي د پیښې تړاو درې تنه مشکوک کسان د امنیتي ځواکونو له خوا د کابل-بغلان له لویې لارې څخه نیول شوي.
 
نوموړی زیاته کړه چې تورن کسان تیره ورځ هغه مهال ونیول شول کله چې له بلخ ولایت څخه د کابل په لور روان وو.
 
د ښاغلي الماس په وینا د نیول شویو کسانو هویت او په قضیه کې د هغوي ښکیلتیا د وژل شویو کسانو کورنی له خوا تثبت شوی دی.
 
په همدې حال کې یو بل امنیتي سرچینه وایي د پیښې په تړاو لږ تر لږه څلور کسان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
 
په کابل ښار کې دغه پیښه د جمعې په شپه ناوخته خیرخانه سیمې ته نژدې رامنځته شوه او په ترڅ کې د یوې کورنی لس کسان ووژل شول چې په کې ماشومان او ښځې هم شامل وو.
 
د امنیتي چارواکو په وینا، په دغه برید کې لږ تر لږه درې کسان ټپیان هم شوي دي.


د مطلب کود: 154594

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/154594/کابل-کې-د-یوې-کورنی-لسو-تنو-غړو-وژنې-قضیې-په-اړه-نوې-موندنې

آوا
  https://www.avapress.com