کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حقاني شبکې پر ضد د پوځي اقداماتو په اړه د پاکستان تازه ادعاوې

16 قوس 1396 ساعت 10:47


د پاکسان حکومت یوه چارواکي له رسنیو سره د مرکې پر مهال ویلي چې د امریکا له دفاع وزیر سره د کتنې پر مهال د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د پوځي اقداماتو په هکله معلومات شریک شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې پاکستاني چارواکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډ پولې د امنیت د ساتنې په هکله خپل اندیښنې له امریکایي چارواکو سره شریک کړل.

د چارواکو په وینا، هر ورځ کابو ۷۰ زره کسان د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کوي او د ټولو کسانو پیژندل به ناممکنه وي.

پاکستاني چارواکي وایي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د کټارو او اغزن تار د لګولو چارې به دوام وکړي خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ کابو ۶۴۸ کیلیو مټره سیمه به پرته له کوم امنیت پاتې شي او په دې خاطر د ترهګرو بریدونو مخنیوي به ناشونې وي

دا په داسې حال کې ده چې د سویلي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي تر اعلان وروسته او د ترهګرو ډلو د امن ځایونو د لمنځه وړولو په خاطر واشنګټن پر اسلام فشارونه زیات کړي.

د امریکامتحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو مشر مایک پمپیو له دې وړاندې ویلي وو، چې د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس د دوشنبې په ورځ پاکستان ځي ترڅو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتیژي د تطبیق په برخه کې د همکاریو لپاره د اسلام اباد ژمنه ترلاسه کړي.

هغه خبرداری ورکړ که چیرې دغه کار د پاکستانیانو له خوا ترسره ونه شي نو امریکا به د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو امن ځایونو د لمنځه وړولو په خاطر خپل ټول وس وکاروي.


د مطلب کود: 154414

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/154414/د-حقاني-شبکې-پر-ضد-پوځي-اقداماتو-په-اړه-پاکستان-تازه-ادعاوې

آوا
  https://www.avapress.com