د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړ چې سوله ومني کنه وبه ځپل شي.
ښاغلي سټولټنبرګ په بروکسل کې له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل چې ناټو د امریکا پوځ له هغه دریځ څخه ملاتړ کوي چې په وروستیو کې غوره کړی دی.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت او د امریکا پوځ لوی قوماندان جنرال نیکولسن له دې وړاندې ویلي وو چې د افغانستان وسله وال مخالفین دې یا سوله وکړي او یا دې مرګ ته تیار شي.
په همدې حال کې ښاغلي سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې دغه پیغام د افغان ځواکونو د روزنې د پروګرام د پیاوړي کولو له لارې ښه رسېدای شي.
هغه وویل چې ناټو به په افغانستان کې خپل پوځي حضور لا پیاوړي کړي ترڅو د افغان ځواکونو د روزنې په برخه نور ګامونه پورته کړای شي او وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ته دا پیغام ورسول شي چې دوی د جګړې په ډګر کې نه شی کولاي بریا ترلاسه کړي.
بلخواه ټاکل شوې چې د ناټو غړیو هېوادونو د افغان پوځیانو د روزنې لپاره لږ تر لږه درې زره نور پوځیان افغانستان ته واستوي.
ولسمشر ټرمپ هم د اګسټ په میاشت کې د سویلي اسیا لپاره د خپل ادارې نوې تګلاره په ډاګه کړه او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت پر دوام او ترهګرو ډلو پر لمنځه وړلو یې ټینګار وکړ.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د ترهګرو پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو له هڅو او مبارزو څخه هم ستاینه وکړه او زیاته کړه چې د افغانستان او د افغان پوځ د تقویې په برخه کې به د امریکا مرستې ادامه ولري.