کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د وسله والو ترمنځ د اختلافاتو دوام، د طالبانو یو بل مهم غړی هم ووژل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 قوس 1396 ساعت 16:17


په داسې حال کې چې په ختیځ ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو ترمنځ په خپلمنځي اختلافاتو کې زیاتوالي راغلي دي، ځایي حکومتي چارواکي وایي د وسله والو طالبانو یو بل مهم غړی هم د خپل ملګرو له خوا وژل شوی دی.

چارواکي زیاتوي، چې وروستي پیښه د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالی په اړوند سیمو کې رامنځته شوې ده.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د شیرزاد ولسوالۍ په مرکخیلو سیمه کې تېره ورځ د خپل منځې اختلافاتو له امله وسله والو طالبانو خپل یو بل غړی محمدالله وژلی دی .

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې ځایي چارواکي تیره ورځ وویل چې د طالبانو یوه مهم غړی د خپل ملګرو له خوا د خپلمنځي اختلافاتو له امله وژل شوی.

چارواکي زیاتوي، چې طالبانو دغه مهم غړی چې خادم نومیده د غني خیلو ولسولی په اړوند سیمه کې وژل شوی.

د ننګرهار ولایت مقام هم په یوه بیان کې لیکلي، چې د غني خيلو ولسوالۍ په اووه ويشتمې ويالې سيمه کې وسله والو طالبانو خپل مهم غړى خادم،چې مشهور په دادالله وو او د نازيانو ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى و، وژلى دى.


د مطلب کود: 154020

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/154020/د-وسله-والو-ترمنځ-اختلافاتو-دوام-طالبانو-یو-بل-مهم-غړی-هم-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com