کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: په میدان وردګ کې ۷ طالبان وژل شوي او ۵ نیول شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 عقرب 1396 ساعت 21:22


د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي چې د یاد ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند د تنګي په دره کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې، ۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۵ نیول شوي دي.

نن دوشنبه د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې په یادو عملیاتو کې یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دي.

عبدالرحمن منګل زیاتوي:

"د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په تنګي دره کې تېره شپه د مرکز او ولایت د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له‌خوا د شپې عملیات ترسره شول چې په نتیجه کې یې ۷ طالبان وژل شوي او ۵ کسان‌يې هم ژوندي نیولي چې هغه‌يې هم له ځانه سره وړي دي، همدارنګه یوه اندازه سپکې او درنې وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دي."

عبدالرحمن منګل زیاته کړې چې په وژل شویو طالبانو کې ۴ کسه د لوګر او پاتې د تنګي درې اوسېدونکي وو.

تنګي دره له لوګر ولایت سره ګډه پوله لري چې د وردګو له ناامنو سیمو بلل کېږي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د یادو عملیاتو په باب رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.


د مطلب کود: 153435

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/153435/چارواکي-په-میدان-وردګ-کې-۷-طالبان-وژل-شوي-او-۵-نیول

آوا
  https://www.avapress.com