کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مالیې وزیر د افغانستان لپاره د ایران له سفیر سره وکتل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 عقرب 1396 ساعت 18:38


مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي،  د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي محمد رضا بهرامي، سره وکتل.
دواړو لوریو د چابهار بندر په وضعیت، د دې بندر له لارې له هند څخه د غنمو لومړي کاروان په را رسېدو، د هرات- خواف رېل پټلۍ درېیمې قطعې د کاري بهیر په چټکتیا، د دولت په دولت مېکانیزم له لارې د نفتي موادو او اوبلن ګاز په پېرلو، د پنځو هیوادو (افغانستان، ایران، تاجکستان، قرغزستان او چین)، تر منځ په رېل پټلۍ، د دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګریز کمېسیون جوړېدو په چمتو والي او نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړې.


د مطلب کود: 153289

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/153289/مالیې-وزیر-د-افغانستان-لپاره-ایران-له-سفیر-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com