کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د زابل په عدليې رياست کې ۲ تنه د خپل مدعي له لوري وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 عقرب 1396 ساعت 18:31



د زابل په عدليې رياست کې دوه تنه مراجعین د خپل مدعي له لوري وژل شوي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډیو ته وویل چې نن سهار د زابل د مېزانې ولسوالۍ څو تنه اوسېدونکي د دي ولایت عدليې رياست ته د خپلې دعوې د حل او فصل په موخه ورغلي وو چې د دعوې د مقابل لوري لخوا ورباندې د عدليې رياست په داخل کې د تفنګچې پواسطه بريد شوی.

نوموړي وویل چې په دې برید کې دوه تنه وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی.

سيال وایي، بريد کوونکی کريم الله نومېږي او تر بريد وروسته تښتېدلی چې اوس يې د نيولو هڅې پل شوي دي.

ویل کېږي چې د دغو کسانو ترمنځ د ځمکې پر سر لانجه وه.

د زابل چارواکي وايي دا لومړی ځل دی چې د عدليې رياست دننه داسې برید شوی.


د مطلب کود: 153287

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/153287/د-زابل-په-عدليې-رياست-کې-۲-تنه-خپل-مدعي-له-لوري-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com