کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حقاني شبکې او پاکستان په اړه د امریکا سنا مجلس نوې پرېکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 عقرب 1396 ساعت 13:45


د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالاتو د سنا مجلس غړیو له پاکستان سره د واشنګټن د مالي مرستې په هکله په خپلو شرایطو کې بدلون راوړی دی.

د سنا مجلس غړیو د نوې پرېکړې پر اساس، پاکستان به له امریکا څخه د ۷۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پوځي مرستې ترلاسه کړي خو په دې شرط چې د امریکا دفاع وزیر د حقاني شبکې پر وړاندې د دغه هېواد د جدي اقدماتو تصدیق کړي.

له دې وړاندې، د امریکا سنا مجلس غړیو ویلي وو چې پاکستان باید د حقاني شبکې او د لښکر طیبه ډلې پر خلاف جدي اقدمات پورته کړي ترڅو له واشنګټن څخه پوځي مرستې ترلاسه کړي.

خو د هغوي په نوې پرېکړه کې یواځې د حقاني شبکې پرخلاف د پاکستان پر اقدمات ټینګار شوی ځکه د امریکا سنا مجلس وکیلان وایي یاد شبکه په پراخه کچه په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي.

د نوي پرېکړې پر اساس، د امریکا دفاع وزیر باید له سنا مجلس سره د حقاني شبکې پر خلاف د پاکستان د اقدماتو په هکله معلومات شریک کړي او د شبکې د پتڼځایونو او مالي سرچینو پر خلاف د یاد هېواد اقدامات تصدیق کړي.

د دې ترڅنګ پاکستان باید له افغان حکومت سره د حقاني شبکې د تګ راتګ د مخنیوی لپاره همغږي وکړي او د حقاني شبکې د لوړپوړو او نور مشرانو د نیولو په خاطر جدي اقدمات پورته کړي.

سرچینه: خامه پرس


د مطلب کود: 153033

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/153033/د-حقاني-شبکې-او-پاکستان-په-اړه-امریکا-سنا-مجلس-نوې-پرېکړه

آوا
  https://www.avapress.com