کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند ولایت کي ۳۰ کیلو ګرامه تاریاک ونیول شول‎

23 عقرب 1396 ساعت 7:55

د هلمند چارواکی وایی، ‎په دی ولایت کی امنيتي ځواکونو‎۳۰کیلو ګرامه نشه ‎یي مواد ونیول او له‎منځه یې یووړل.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، په هلمند ولایت کې د ۷م کنډک ځانګړو ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی، چې دوه ورځ مخکی د دې کنډک ځواکونو د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په حاجي محمد نبي کلي کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ کیلو ګرامه خاشخاش او ۲ کیلو ګرامه تاریاک ترلاسه کړل. سرچینیو زیاتیوی، چې تېره اوونۍ هم د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او قاچاق وړونکو تر منځ نښته شوې او تلفات يې درلودل.


د مطلب کود: 153006

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/153006/هلمند-ولایت-کي-۳۰-کیلو-ګرامه-تاریاک-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com