کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات کې د زعفرانو دریمه جشنواره پرانستل شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آو) , 22 عقرب 1396 ساعت 17:43


هرات ولایت کې د زعفرانو د ګل دریمه جشنواره نن دوشنبې پرانستل شوه.

په دغه جشنواره کې کروندګرو او هغو شرکتونو چې د زعفرانو د پروسس او صادراتو برخه کې فعالیت کوي، خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.

د هرات والي محمد اصف رحیمي چې دغه جشنواره کې یې ګډون کړی و، وویل هرات د هیواد په کچه د زعفرانو تر ټولو لوی تولیدوونکی ولایت دی.

والي وویل لس کاله وړاندې د زعفرانو کښت له یوې ولسوالۍ پيل شو او نن ورځ زرګونه خلک په دې برخه کې فعالیت کوي.

هرات د هیواد په لویدیځ کې هغه ولایت دی چې زیات شمیر بزګران یې د زعفرانو په کښت او تولید بوخت دي.

د افغانستان زعفران د نړۍ په هیوادونو کې ښه نوم لري.


د مطلب کود: 152988

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/152988/هرات-کې-د-زعفرانو-دریمه-جشنواره-پرانستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com