کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عدلیې وزارت: د افغانستان اسلامي حزب د ارغندیوال په نوم دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 عقرب 1396 ساعت 15:53


د عدلیې وزارت وايي دوی سره یواځې یو حزب د ( اسلامی حزب) په نوم راجستر دی چې مشري یې له کلونو راهیسې عبدالهادي ارغندیوال کوي.

دغه وزارت نن دوشنبې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی هیواد ته د ښاغلي حکمتیار د راتلو هرکلی کوي او دا حکومت او سولې عالي شورا لپاره لویه لاسته راوړنه بولي، خو د ده په نوم هیڅ حزب په دغه وزارت کې نه دی ثبت شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي: "عدلیې وزارت دا د سولې عالي شورا او حکومت لاسته راوړنه بولي، خو د وزارت د سیاسي حزبونو د ثبت او څیړنې د انسجام په ریاست کې اسلامی حزب د ارغندیوال په نوم ثبت دی."

د یادولو وړ ده چې یاد وزارت وړاندې هم ویلي و چې ګلبدین حکمتیار په حکومت کې کوم سیاسي حزب نه لري او په ناقانونه توګه سیاسي فعالیتونه کوي.

بله خوا ګلبدین حکمتیار دوه ورځې وړاندې کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې ښاغلی ارغندیوال له دوی سره دی او په ټولو ناستو کې یې ګډون کوي، خو ارغندیوال بیا وایي د دوی ترمنځ ستونزې نه دي هوارې شوي او په یوه ناسته کې یې هم ګډون نه دی کړی.


د مطلب کود: 152977

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/152977/عدلیې-وزارت-د-افغانستان-اسلامي-حزب-ارغندیوال-په-نوم-دی

آوا
  https://www.avapress.com