د افغانستان د شفافیت د څار ادارې، د دغه هیواد په زندانونو کې د بندیانو د وضعیت په اړه د خپلې درې کلنې څیړنې جزئيات د یکشنبې په ورځ له رسنیو سره شریک کړل، چې په کې د محابسو او بندیانو وضعیت د انديښنې وړ ښودل شوی دی.
د دغې ادارې مشر سید اکرام افضلي خبریالانو ته وویل، دا څیړنه چې په نمونهيي ډول د څرخي پله، بغلان او وردګ په زندانونو کې ترسره شوې، په کې د زندانونو په اړه منل شوي قوانین او معیارونه نه مراعت کيږي او په یو شمیر زندانونو کې د بندیانو ژوند له جدي ګواښونو سره مخ دی.
ښاغلي افضلي وویل "د دې پر ځای چې د افغانستان زندانونه د آزادۍ د سلبولو مرکزونه وي، دا د بشري حقونو د نقضولو په مرکزونو، د شکنجې په مرکزونو او د عقدو د جوړولو په مرکزونو بدل شوي دي. د میلیونونو ډالرو په لګولو سره د زندانونو وضعیت په خواشینۍ سره چې لا همپه جدي توګه له داسې ستونزو سره مخ دی، چې د زندانونو وضعیت یې غیرانساني کړی دی".
د شفافیت د څار ادارې ویلي، چې د څیړنو په ترڅ کې یې له زرو څخه زیات داسې موارد موندلي، چې په کې د زندانیانو حقونه تر پښو لاندې شوي.
دغه اداره وايي، چې په یوې کوټې کې د زیات شمیر بندیانو ساتل، د ځای کموالی، د امکاناتو، معیاري ودانیو او د کورنیو له غړو سره د ملاقات لپاره د مناسب ځای نشتوالی او د کافي اندازې اوبو او بریښنا نشتوالی نورې هغه ستونزې دي، چې بندیان ترې کړیږي.