کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبداللطیف پدرام بي بي سي او برتانیه سفارت ته سخت خبرداری ورکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 عقرب 1396 ساعت 14:11


په داسې حال کې چې د بي بي سي له خوا د افغانستان خپرونې د نوم بدلون د هېواد په کچه سخته غوغا رامنځته کړې ده، دغه موضوع په وروستیو کې د افغانستان د ولسي جرګې د ځینې غړیو پام ځان ته جلب کړی دی.

د افغانستان د ولسي جرګې یوه غړی عبداللطیف پدرام د دغې موضوع په اړه تیره ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې خپل دریځ څرګنده کړه.

ښاغلي پدرام چې د افغانستان د ملي کنګې ګوند مشر هم دی، د ولسي جرګې په غونډه کې د وینا پر مهال د دغه موضوع په اړه په کابل کې بي بي سي دفتر او برتاینه سفارت ته هم سخت خبرداری ورکړ.

نومړی، له بي بي سي فارسي څخه بي بي سي دري ته د برنامې د نوم بدلون یوه پوچ ګام وباله.

هغه په کابل کې بي بي سي دفتر او برتانیه سفارت ته خبرداری ورکړ، که چیرې په دې اړه ژر اقدامات پورته نه شي نو خلکو به د سفارت وداني ته څېرمه مدني تظاهرات پیل کړي.

د ښاغلي پدرام په وینا، د خلکو تظاهرات د یاد رسني د دفتر د تړلو لامل هم ګرځیدلای شي.

دا په داسې حال کې ده چې بي بي سي دري ته د خپرونې د نوم بدلون په ټولنیزو شبکو کې په پراخه کچه تر بحث لاندې راغلې ده.

د ټولنیزو شبکو د غړیو په وینا، د بي بي سي دغه اقدام سیاسي ریښې لري او ټینګار کوي چې فارسي د افغانستان له رسمي ژبو څخه دي.


د مطلب کود: 152571

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/152571/عبداللطیف-پدرام-بي-سي-او-برتانیه-سفارت-ته-سخت-خبرداری-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com