کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 عقرب 1396 ساعت 17:38

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن نن دوشنبې په ورځ په یو ناڅاپي سفر افغانستان ته سفر کړې او په کابل کې یې له افغان حکومت مشرانو سره لیدلي دي.

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن نن له غرمې مخکې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي، ټیلرسن له اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله او د ملي امنیت د شورا له سلاکار محمد حنیف اتمر سره خبرې اترې کړي دي.

دغې سرچینې دا هم وویل چې له ولسمشر غني سره په کتنه کې د سولې، د ترهګرۍ په ضد په موضوعاتو او د امریکا او افغانستان په دوه اړخیزو مسائلو خبرې اترې کړي دي.

سرچینه دا هم وايي، چې پدې کتنه کې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا په نوې ستراتیژۍ هم بحث شوی دی.

ترڅنګ اقتصادي مسائل هم یاد شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تر دې مخکې په سعودي عربستان کې وو. په پام کې ده چې ریکس ټیلرسن له افغانستان پاکستان ته لاړ شي.

د مطلب کود: 151917

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151917/د-امریکا-بهرنیو-چارو-وزیر-په-ناڅاپي-سفر-افغانستان-ته-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com