کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات کې د طالبانو ترمنځ خونړی نښتې کابو ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 میزان 1396 ساعت 16:08


په لویدیځ هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو ترمنځ د تازه خپلمنځي نښتو پر مهال کابو ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځایي حکومتي چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو ترمنځ تازه نښتې د شینډنډ ولسوالی په اړوند سیمه کې رامنځته شوي دي.

د هرات والي ویاند جیلاني وایي، د شینډنډ ولسوالی اړوند په خیفان سیمه کې د دوه سیمه ییزو طالب قوماندانانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د نښتې په ترڅ کې له دواړو غاړو څخه کابو لس تنه ټپیان هم شوي دي.

د ښاغلي فرهاد په وینا، نښتې د ملا هبت الله اړوند د ملا صمد جنګیالیو او ملا رسول اړوند د ملا ننګیالي وسله والو ترمنځ رامنځته شوي دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ملا هبت الله او ملا رسول اړوند وسله والو ترمنځ خپلمنځي نښتې رامنځته کیږي بلکې له دې وړاندې هم د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې او په خاصه توګه په لویدیځ هرات ولایت کې د ورته نښتو په پایله کې ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي.


د مطلب کود: 151851

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151851/هرات-کې-د-طالبانو-ترمنځ-خونړی-نښتې-کابو-۵۰-تنو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com