نن سهار په پلازمینې کابل ښار کې د دولت ضد وسله والو له خوا لږ تر لږه درې راکټونه توغول شوي.
پیښه نن سهار شاوخوا ۶ بجې د کابل ښار اړوند د شش درک سیمې په اوږدو کې رامنځته شوې ده خو امنیتي چارواکي وایي د راکټي بریدونو به ترڅ کې کوم چا ته زیان نه دی اوښتی.
خو د کابل پولیس یوه ویاند بصیر مجاهد وایي، د وسله والو له خوا یوه راکټ پر کابل ښار توغول شوی خو هیچا ته پکې د سر زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه د برید مسئولیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې د دولت ضد وسله والو د کابل ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند په دشت برچې سیمه کې پر یوه جومات برید ترسره کړل.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، پیښه په دشت برچې سیمه کې د امام زمان په جومات کې رامنځته شوی او په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۹ کسان وژل شوي او کابو ۴۳ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، د داعش وسله والو د تیرې شپې د برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.