کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزني په اندړ ولسوالۍ کې نن بیا جګړه پیل شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 میزان 1396 ساعت 16:08


د غزني امنیه قوماندان جنرال محمد زمان وايي چې سیمه کې اوس هم جګړه روانه ده او د جګړې ډګر ته مرستندویه ځواکونه رسېدلي.

جنرال زمان زیاته کړې چې دواړو خواووته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره تراوسه نه ده روښانه.

د یادونې وړده چې پرون مازدیګر هم دغه ولسوالي د جګړې شاهده وه.

د یو بل خبر له مخي تېره شپه د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ اړوند سیمه کې د وسله والو په برید کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان له پنځوملګروسره یې وژل شوی.

د بلخ امنیه قوماندانۍ ویاند شیرجان درانی د پېښې پخلی کوي او وايي چې دغه برید کې د فدا محمد په نوم د سیمه ییزوپولیسو قوماندان وژ ل شوی.نوموړي زیاته کړې چې دغه برید کې چې څلورساعته یې دوام ، طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ، خوکره شمېره یې نه ده معلومه.

اخوا تېره شپه د فراه ولایت شمال ګاه کې د دولت د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونوترمنځ نښته شوې.د فراه والي ویاند ناصرمهري وايي چې دغه برید کې شپږ پولیس وژل شوي او یو یې ټپي دی.

نوموړي زیاته کړې چې دغه برید کې شپږ طالبان وژل شوي او اته نوریې ټپیان دي.


د مطلب کود: 151688

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151688/د-غزني-په-اندړ-ولسوالۍ-کې-نن-بیا-جګړه-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com