په پلازمینې کابل ښار کې درې پر له پسې چاودنې لږ تر لږه څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پیښه تیره ماښام ناوخته د لومړی امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کابل امنیه قوماندانی یوه ویاند بصیر مجاهد وایي، پیښه شاوخوا ۶:۲۰ دقیقې سپین زر هوټل ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوه کله چې نامعلومو وسله والو پر یوه امنیتي پوسته لاسې بمونه وغورځول.
نومړی زیاته کړه، چې د برید په ترڅ کې یوه ملکي وګړی وژل شوی او دې پولیس منسوبین ټپیان دي.
تر اوسه کوم چا یا ډلې د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د سهار په وخت هم د یوې چاودنې په ترڅ کې یو تن ووژل شو.
پیښه تیره ورځ شاوخوا ۷ بجې د اتمې امنیتي حوزې اړوند په بنې حصار سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې په یوه فیلډر ډوله موټر کې ځای پر ځای شوی ماین وچاودید.