کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل ښار کې د یو بل خونړی موټر بم برید پلان شنډ شو

د صدای افغان خبری آژانس( آوا) , 25 میزان 1396 ساعت 10:30


د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، په پلازمینې کابل ښار کې د وسله والو طالبانو یو بل خونړی موټر بم برید پلان شنډ کړی دی.

د ملي ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت ریاست موظفینو د کابل ولایت له سروبي ولسوالی څخه دوه ځانمرګي او یوه موټر بم نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو مشرتابه په پیښور ښار کې پلان لري ترڅو په پلازمینې کابل کې یو لړ خونړی بریدونه ترسره کړي.

د ملي امنیت ریاست په وینا، وسله وال طالبان غوښتل دغه بریدونه د قاري بریال تر مشری چې د کاپیسا ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي په توګه دنده ترسره کوي، په کابل ښار کې ترسره کړي.

ملي امنیت ریاست زیاتوي، چې نیول شوي ځانمرګي بریدګرو چې سمیع الحق او واحدالله نومیږي، د طالبانو قوماندان حکیم الله په لارښوونه کابل ولایت ته استول شوي وو، ترڅو په کابل ښار کې بریدونه ترسره کړي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونه د شنبې په شپه هم په کابل ښار کې د یوه خونړی موټر بم برید پلان شنډ کړل


د مطلب کود: 151532

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151532/په-کابل-ښار-کې-د-یو-بل-خونړی-موټر-بم-برید-پلان-شنډ-شو

آوا
  https://www.avapress.com