کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت: نوي ستراتېژي به ۴ اهداف وڅاري

23 میزان 1396 ساعت 22:32

د مخدره مواد د مبارزی وزارت ویلی، دغه وزارت د اعتیاد اوکوکنارو د کښت سره مبارزه کوی.



د افغان غږ(آوا) آژانس دخبر له مخی، د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال جاوید احمد قایم نن یکشنبې ورځ د کابل ښار  رسنیو ته وویل، یاده پالیسي تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړیږي.
سرچینو وایی، یاد وزارت د اعتیاد او کوکنارو د کښت سره مبارزه د مبارزې پنځه کلنه ملي پالیسي جوړوي.
هغوی وايي، د مخدره موادو اړوند ستونزې د پخوا په پرتله ډېرې شوي دي.
هغوی وايي، تېرو ستراتېژیو یې هم د پام وړ نتیجه ورکړې او له همدې امله اوس روږدو کسانو ته د رسېدو کچه او عامه پوهای ډېر شوی دی.
دوی وایی، چې په هېواد کې د مخدرو موادو په کښت، تولید او قاچاق کې نړیواله مافیا لاس لري او د مخدرو موادو له درکه ډېرې لاسه راغلې پیسې د دولت مخالفینو جېب ته لوېږي.


د مطلب کود: 151459

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151459/د-نشه-يي-توکو-پر-وړاندې-مبارزې-وزارت-نوي-ستراتېژي-۴-اهداف-وڅاري

آوا
  https://www.avapress.com