کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وسله والو په جوزجان کې یوه سړی او یوه ښځه د نامشروع اړیکو په تور وژلي

23 میزان 1396 ساعت 12:28


په شمال جوزجان ولایت کې نا معلومو وسله والو یوه سړی او یوه ښځه د نامشروع اړیکو په تور وژلي دي.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، پیښه په وروستیو کې د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د جوزجان والي ویاند رضیا غفوري تائید کړه چې نا معلومو وسله والو تیره شپه ناوخته یوه سړی او یوه ښځه د نامشروع اړیکو په تور په ډزو وژلي.

ښاغلي غفوري زیاته کړه، چې د پیښې په تړاو د امنتي ځواکونو له خوا پلټنې پیل شوي او تر اوسه د دغو کسانو د قتل په تور څوک نه دی نیول شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په مختلفو سیمو کې په وروستیو کې د ښځو پر وړاندې د تشدد او تاوتریخوالي په پیښو کې زیاتوالي راغلي دي.

کابو دوه میاشتې مخکې هم په دې ولایت کې یوه ښځه د ورته جرم په تور د خپل ورور له خوا وژل شوې وه.


د مطلب کود: 151428

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151428/وسله-والو-په-جوزجان-کې-یوه-سړی-او-ښځه-د-نامشروع-اړیکو-تور-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com