د شمالی کوریا لخوا دغه خبرداری په کوریا ټاپووزمې کښې روانې پوځی مانورې ته په غبرګون کښې ورکړل شوی دی .
شمالی کوریا امریکا ته خبرداری ورکړی چې په ګوام سیمه کښې به دامریکا په پوځی اډې د توغندیو حملې وکړی
22 میزان 1396 ساعت 15:52
د شمالی کوریا لخوا دغه خبرداری په کوریا ټاپووزمې کښې روانې پوځی مانورې ته په غبرګون کښې ورکړل شوی دی .
دشمالی کوریا مشر کیم جونګ ان امریکا ته په خبرداری سره ویلی دی چې دجاپان ، جنوبی کوریا او د امریکا پوځی مانورې زمونږ اراده نوره هم پیاوړی کړی او امریکا باید په جنګ سره سیخه کړې شی .
شمالی کوریا ویلی دی چې دغه پوځی مانورې دسختو اقداماتو د ترسره کولو لپاره زمونږ لاسونه وسلو ته نږدې کړی دی .
دشمالی کوریا دغه خبرداری د کوریا د ټاپووزمې دپاسه دامریکا د پوځی قدرت دښودلو لپاره ددوو (۲)جنګی بی یو بی الوتکو الوت ته په غبرګون ورکړل شوی دی .
د مطلب کود: 151378