کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

برېښنا شرکت: انټرنټ د برېښنا د ساکټ له لارې تر خلکو رسول کېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 میزان 1396 ساعت 12:43


د انټرنټ یو شمېر کمپنۍ دې ته چمتو شوي دي چې په افغانستان کې د برېښنا له لارې ارزانه انټرنټ تر خلکو ورسوي.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ته وویل:"هرڅوک چې د افغانستان د برېښنا شرکت له برېښنا څخه استفاده کوي، هغه ته به د انټرنټ مزی د برق د ساکټ له لارې انتقال شي، یو عادي موډیم لري چې له هغه سره یې وصلوي او له همدې لارې چې تلوېزیون لګوي، انټرنټ به هم ترلاسه کوي."

د توحیدي په وینا دا نوی انټرنټ به هم ارزانه وي، هم به یې کیفیت ډېر ښه وي.

برېښنا شرکت له یو شمېر کمپنیو سره خبرې پیل کړي دي او هیله من دی چې ډېر ژر به د دې پروژې تدارکاتي چارې پیل شي.


د مطلب کود: 151286

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151286/برېښنا-شرکت-انټرنټ-د-ساکټ-له-لارې-تر-خلکو-رسول-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com