په کابل کې د اسلامي فرهنګ په پراختیا کې د تصوف ونډه تر سرلیک لاندې علمي او څېړنیز سیمینار جوړ شو.
په کابل کې د اسلامي فرهنګ په پراختیا کې د تصوف ونډه سیمینار جوړ شو
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 میزان 1396 ساعت 15:43
په کابل کې د اسلامي فرهنګ په پراختیا کې د تصوف ونډه تر سرلیک لاندې علمي او څېړنیز سیمینار جوړ شو.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت جوړ شوی سیمینار به د هېواد د نغښتو ارزښتونو په پېژندنه کې آسانتاوې رامنځته کړي.
د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عشماني وایي، مونږ سولې او همغږۍ ته اړ یو . د دغه راز سیمینارونو تر سره کول سولې ته د رسیدو یو غوره ګام دی.
دغه علمي او څېړنیز سیمینار، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت جوړ شو؛ د سیمې د بېلابېلو هېوادونو میلمنو هم په کې برخه واخیسته.
د مطلب کود: 151187