کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا لاس ویګاس ښار کې وسله وال برید شوی

10 میزان 1396 ساعت 15:26


د امریکا په لاس ویګاس ښار کې د یوه وسله وال برید په پایله کې شل کسان وژل شوي او له سلو زیات ټپيان دي.

دا پيښه نن دوشنبې له غرمې وروسته هغه مهال وشوه چې خلک یوې لوړې ودانۍ ته څيرمه د موسیقۍ جشن لپاره راغونډ شوي و.

د لاس ویګاس پولیس وایي برید کوونکی د موسیقۍ جشن ته څيرمه د هوټل په ۳۲ام پوړ کې ځای پر ځای شوی و او ډزې یې کولې، خو وروسته وژل شوی دی.

د لاس ویګاس روغتیایي چارواکي وایي د ځینو نورو ناروغانو وضع هم خرابه ده او ښایي چې د مړي شمیر تر دې هم زیات شي.

لاس ویګاس د امریکا په نواډا ایالت کې موقعیت لري چې د قمار خونو، تفریحي ځایونو او موسیقۍ کنسرتونو له امله ځانګړی نړیوال شهرت لري.


د مطلب کود: 150801

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150801/د-امریکا-لاس-ویګاس-ښار-کې-وسله-وال-برید-شوی

آوا
  https://www.avapress.com