کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غنی: د افغانستان قوت او ثبات په قومونو برابر اومساوی دی

1 میزان 1396 ساعت 19:31

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په حکومتي چارو کې هر ډول تبعیض غندلی او ویلی، چې هېڅ وګړي ته به د داسې کار اجازه ورنه کړي چې د افغانانو ملي یووالي ته زیان ورسوي.



د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبر له مخی، د ارګ  نه خبر شوی خبر پانه کی ویلی دی، چې د جمعه په ورځ خپره شوه، د ولسمشر غني له خولې لیکل شوي چې هغو معلوماتو چې په وروستیو کې د چارو ادارې ته د یوه منصوب وګړي په حواله خپاره شوي، سخت متاُثر کړی دی.
سر چنیو وای، چې ولسمشر غني نیویارک ته د سفر په وروستیو شېبو کې له دې مسئلې خبر شو، د خپاره شوي لیک جزئیات یې ولوستل او خوابدی دی.
په خبرپاڼه کې  ویلی، چې ولسمشر غني دې معلوماتو خواشینی کړی او له عامل یا عاملانو سره یې د قانوني چلند غوښتنه کړې ده.
خبر پانه وای، د ښاغلي  محمد اشرف غني په حواله لیکل شوی چې د افغانستان قوت او ثبات د افغانستان په قومونو کې چې "برابر او مساوي" دي، ویني او د هغوی پر استازیتوب فخر کوي.


د مطلب کود: 150328

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150328/غنی-د-افغانستان-قوت-او-ثبات-په-قومونو-برابر-اومساوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com