کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سمنګان کې د طالبانو ډلییز ځانمرګي برید پلان شنډ کړای شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 سنبله 1396 ساعت 11:13


په شمال سمنګان ولایت کې د وسله والو طالبانو ډلییز ځانمرګي برید د امنیتي ځواکونو له خوا شنډ شوی.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه بیان کې لیکلي، چې د دغو بریدونو په تړاو د وسله والو طالبانو یو شمېر وسلهوالو او ځانمرګي نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نیولو شویو کې د وسله والو طالبانو یوه ځانمرګي بریدګر او درې نور وسله وال شامل دي.
د ملي ریاست په وینا، نیول شوي کسان هر یو امرالدین د عوض زوی، محمد نعیم د عبدالحمید زوی، روضت الله د محمد رجب زوی، و نور اقا د ملا عبدالحی زوی غوښتل په سمنګان ولایت کې پر یوه نامعلوم ځای ډلییز ځانمرګي برید ترسره کړي.
ملي امنیت ریاست وایي، دغه کسان د سمنګان ولایت د ایبک ښار له اړونډ سیمې څخه د ملي امنیت ریاست موظفینو د عملیات په ترڅ کې نیول شوي.
دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سمنګان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د سمنګان په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.


د مطلب کود: 150229

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150229/په-سمنګان-کې-د-طالبانو-ډلییز-ځانمرګي-برید-پلان-شنډ-کړای-شو

آوا
  https://www.avapress.com