کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان ولسمشر د هند له بهرنیو چارو وزیرې سره وکتل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 سنبله 1396 ساعت 11:01


د افغانستان ولسمشر په نیویارک کې د ملګروملتونو د عمومي غونډې ترڅنګ د هند له بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج سره وکتل.

 دصدای افغان خبری آژانس(آوا)، په دې کتنه کې چې پرون وشوه، دواړو لورېو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحد ایالتونو نوې ستراتیژي د سیمې د ثبات لپاره ګټوره وبلله.

اشرف غني او د هند د بهرنیو چارو وزیرې همدا راز د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې وکړې.

ولسمشر غني وویل چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به هند ته د خپل راتلونکي سفر پر مهال له هندي سوداګرو او پانګوالو سره د سوداګرۍ د فرصتونو د برابرولو، د کرنې د ودې، د اوبو د مدیریت او د هند او افغانستان ترمنځ د هوایي دهلیز د انکشاف پر لارو چارو خبرې وکړي.


د مطلب کود: 150226

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150226/د-افغانستان-ولسمشر-هند-له-بهرنیو-چارو-وزیرې-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com