کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مایک پنس د پاکستان له لومړی وزیر سره د ډونالډ ټرمپ پر دریځ ټینګار وکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 سنبله 1396 ساعت 15:21


د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پنس د پاکستان له لومړی وزیر سره د کتنې پر مهال د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر دریځ ټینګار وکړ.

ښاغلي پنس د یوه بیان په نشرولو سره تائید کړه چې نوموړې د ملګرو ملتوتو د عمومي ناستې په څنډو کې له صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره لیدلی دی.

نوموړې زیاته کړه، چې هغه له صدراعظم عباسي سره د کتنې پر مهال د ولسمشر دونالډ ټرمپ پر دریځ او باور ټینګار وکړ.

ښاغلي پنس زیاته کړه، چې له امریکا سره د ملګرتیا په صورت کې پاکستان کولی شي چې دیر لاسته راوړنې ولري.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر مرستیال په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا نوې ستراتیژي تر اعلان وروسته د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ډیر سړې شوی دی.

د امریکامتحده ایالاتو د نوې ستراتیژي د اعلانولو پر مهال، ولسمشر ټرمپ وویل چې پاکستان اکثراً ترهګرو ډلو ته پټځایونه ورکوي او خبرداری ورکړ چې امریکا نور د پاکستان لخوا توندلارو ته د پټنځیو ورکړې پر وړاندې زغم نه لري.

نوموړې خبرداری ورکړ چې امریکا به نور داسې پاکستان ونه زغمي چې ترهګرو ته خوندي پټنځی وي سره له دې چې واشنګټن له پاکستان سره ډېره مالي او پوځي مرسته کړي دي.


د مطلب کود: 150185

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150185/مایک-پنس-د-پاکستان-له-لومړی-وزیر-سره-ډونالډ-ټرمپ-پر-دریځ-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com