کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار کې چاودنې لږ تر لږه ۶ تنه ملکیان ووژل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 سنبله 1396 ساعت 11:19


په کندهار کې د سړک د غاړې په چاودنه کې پرون دوشنبه لږ تر لږه ۶ تنه ملکیان ووژل شول.

د کندهار د والي یو ویاند فضل باري رسنیو ته وویل، بم د تېلو د یوه ټانکر په لاره کې وچاودېده.

د دې حملې مسؤلیت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخېستی خو دا ډول بریدونه عموماً د افغانستان د دولت وسله وال مخالفین کوي.

تر دې وړاندې د جمعې په ورځ په کندهار کې په یوه انتحاري حمله کې چې له موټر څخه په کې کار واخېستل شو، یو رومانیايي پوځي ووژل شو.


د مطلب کود: 150074

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150074/کندهار-کې-چاودنې-لږ-تر-لږه-۶-تنه-ملکیان-ووژل

آوا
  https://www.avapress.com