کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان کې ځانمرګي برید تر ۲۰ زیات کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 سنبله 1396 ساعت 9:09


د پاکستان په بلوچستان الایت کې د امنیتي ځواکونو پر کارون ځانمرګي تر شل زیات کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ځایي حکومتي چارواکي وایي، پیښه تیره ورځ له غرمې وروسته ناوخته د بلوچستان په چمن سیمه کې او د ډیورڼد کرښې ته نژدې رامنځته شوې ده.

چارواکي زیاتوي، چې پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یوه ځانمرګي بریدګر په سیمه د امنیتي ځواکونو یوه موټر ته څېرمه خپل چاودیدونکي توکو ته چاودنه ورکړه.

د چارواکو په وینا، په دغه برید کې یو تن وژل شوی او کابو دوه ویشت نور ټپیان دي.

تر اوسه د برید مسئولیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

سیمه ییز چارواکي وایي، تر ځانمرګي برید وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ دروازه شوې او د پیښې په اړه پلټنې روانې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ هم په تورخم کې د پر له پسې چاودنې له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ دروازه د پاکستانې امنیتي ځواکونو له خوا تړل شوې وه.


د مطلب کود: 150048

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150048/پاکستان-کې-ځانمرګي-برید-تر-۲۰-زیات-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-واړوله

آوا
  https://www.avapress.com