د افغانستان نظامي چارواکي واييچې د امریکا له خوا د افغان هواييځواک د پیاوړتیا د هڅو په لړ کې به لومړۍ جوپه بلېک هاک هلیکوپترې راتلونکې اوونۍ افغان هوايي ځواک ته وسپارل شي.امریکايي بلېک هاک به په افغان هواييځواک کې د روسي ایم اوولس هلیکوپترو ځای ونیسي، چې د هوايي ځواک د چارواکو په وینا به افغان هواييځواک ورسره پیاوړی شي.بل خوا د افغان هواييځواک تر سلو زیات منسوبین دا مهال په امریکا کې او نور یې په چیک او متحده عربي اماراتو کې پر زده کړو بوخت دي.
افغان دولت په دې وروستیو کې د افغان هوايي ځواک د لا پیاوړتیا هڅې پېل کړي دي، د افغانستان د هوايي پوځ قوماندان وايي چې په څلور کلن امنیتي پلان کې یې د هوايي پوځ ټولې غوښتنې ځای پر ځای کړي چې ګام پر ګام به عملي شي.
د هوايي پوځ قوماندان وايي چې ډېر ژر به څلور بلېک هاک هلیکوپترېد امریکا له خوا افغان هوايي ځواک ته وسپارل شي.
د هوايي ځواک د هلیکوپترو د تخنیکي برخې مسئولین وايي چې دوی د زړو او نویو هلیکوپترو د ترمیم پوره تیاری لري.
بل خوا د ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد تر څنګ په بهر کې هم د هوايي ځواک منسوبین زده کړې او روزنه ترلاسه کوي. چې په دوی کې د بلک هاک هلیپکترو پیلوټان او تخنیکران هم شته.