کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل حلقوي سړک لپاره اسلامي پراختیایي بانک ۷۴ میلیون ډالره پور ورکوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 سنبله 1396 ساعت 15:33

د افغانستان د ماليې وزارت چارواکی وایي، د اسلامي پراختیایي بانک په پلازمینې کابل کې د حلقوي سرړک د جوړولو لپاره افغان حکومت ته د ۷۴ میلیون ډالرو په ارزښت پور ورکوي.


دمالیې وزارت د مرستو د انسجام عمومي رئیس مصطفی اریا نن خبریالانو ته وویل، چې اسلامي پراختیایي بانک د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشری د اقتصاد عالي شورا سره د ۷۴ میلیون ډالره مرستو تړون لاسلیک کړ.

نوموړې زیاته کړه، چې دا مرستې، چې د قرضې په ډول له اسلامي پراختیایي بانک څخه تر لاسه شوې د کابل د حلقوي سړک د جوړلو لپاره به ولګول شي.

د ښاغلي اریا په وینا، د کابل حلقوي سړک په بشپړېدو سره به د کابل ښار له لارې سوداګریز ترانزیت کم او ترافیکي خوندیتوب به زیات شي.

د مالیې وزارت د مرستو د انسجام عمومي رئیس په همدې حال کې وویل، چې د کابل د حلقوي سړک په اوږدو کې به نورې عام المنفعه پروژې هم تطبیق او بشپړې شي.

هغه وویل، په دغو پروژو کې ښوونځیونه او کلینیکونه شامل دي.

نوموړې زیاته کړه، چې د کابل حلقوي سړک چې کابو ۹۵ کیلو مټره اوږدوالی لري او پلازمینې کابل له نورو ولایتونو سره چې پکې کابل-کندهار، کابل-لوګر، او کابل-بلخ لویه لارې شامل دي په نښلولو کې به یوه مهم رول ولري.


د مطلب کود: 149900

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149900/د-کابل-حلقوي-سړک-لپاره-اسلامي-پراختیایي-بانک-۷۴-میلیون-ډالره-پور-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com