کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کی یوه ښځه د خپل میړه له خوا وژل شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 سنبله 1396 ساعت 13:56


د هرات امنیه قومندانۍ په ډاګه کړې، چې تېره شپه یوه سړي خپله شل کلنه میرمن د چاقو په وسیله وژلې ده.

د هرات د پولیسو ویاد عبدالاحد ولی‌زاده وايي، د ښځې میړه نیول شوي او لامل یې کورنۍ ستونزې دي.

د هرات د حوزوي روغتون مسوولین وايي، ښځې ډېر ګوزارونه په غاړه کې خوړلي او روغتون ته له رسیدو وروسته یی ساه ورکړې ده.

ویل کیږي، له ښځې دوه ماشومان پاتي دي.


د مطلب کود: 149891

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149891/په-هرات-کی-یوه-ښځه-د-خپل-میړه-له-خوا-وژل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com