کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملی امنیت له یوه ماشومه یې د سړي تښتوونکو له منګولو ژغورلې

23 سنبله 1396 ساعت 18:07

ملی امنیت وایی، ‎یوه ماشومه دوه میاشتې مخکې له استرالیا څخه له خپلې کورنۍ سره د کابل ښار ته راغلې وه چې د سړي تښتوونکو لخوا وتښتول شوه.



د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د ملي امنیت د عمومي ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی دی، یوه ماشومه یې د سړي تښتوونکو له منګولو  ژغورلې ده.
سرچنیو زیاتیوی، چې دغه ماشومه نرګس نومیږي او د کابل په اوومې ناحیې اوسېده.
خبرپاڼه ویلی، چې  نرګس دوه میاشتې مخکې له استرالیا څخه له خپلې کورنۍ سره د کابل ته راغلې وه چې د سړي تښتوونکو لخوا وتښتول شوه.
سرچینو زیاتیوی، تښتونکي د دغه ماشومې خوشې کېدو په بدل کې د پیسو غوښتنه کړې وه.


د مطلب کود: 149840

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149840/ملی-امنیت-له-یوه-ماشومه-یې-د-سړي-تښتوونکو-منګولو-ژغورلې

آوا
  https://www.avapress.com