دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۳۸
د مطلب کود : 149825
داعش په کونړ کې له دوو تنو سرونه پرې کړي

کونړ ولایت کې چارواکي وايي داعش ډلې په ماڼوګي ولسوالۍ کې له دوو ملکي خلکو نه سرونه پرې کړي دي.

د کونړ والي وحید الله کلیمزي ته وویل چې دا پېښه دوه ورځې مخکې د ماڼوګي ولسوالۍ په لېچلام سیمه کې شوې ده.

هغه وايي : د محمد رازق او ناظر په نومونو دوه ملکي کسان چې یو یې د ماڼوګي او بل یې د نرنګ ولسوالۍ د باډېل درې اوسېدونکی و داعش وسله والو نیولي او له دواړو یې سرونه پرې کړې دي.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان هم امریکا غږ ته وویل چې دغو دواړو ملکي وګړو پله دولت سره کوم تړاو نه درلود.

د کیچلام سیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چېداعش ‌‌‌‌‌‌ډلې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې کونړد مسول مولوی عبد الرحمن په ټس کې دا کسان وژلي او یوه وی‌‌‌‌‌‌ډیو یې هم په سیمه کې موبایلونو کې خپره شوې چې پکې دغه دوه کسان وايي چې مولوی عبد الرحمن د ځای معلومولو جاسوسي دوی کړې وه.

مولوی عبد الرحمن څو اونۍ وړاندې د ماڼوګي ولسوالۍ په لیچلام سیمه کې بې پیلوټه طیارې له دوو نورو ملګرو سره وژلی و.

داعش پر خپل ویب پاڼه د دغو دوو تنو تیویرونه هم خپاره کړي او د هغوی د وژلو مسولیت یې هم اخیستی دی.

https://avapress.com/vdcewo8znjh8evi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته