دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 149804
په پاکستان کې د اوړو له یوه فابریکې څخه د داعش مرکز کشف شوی

د پاکستان په پیښور ښار کې د اوړو له یوه فابریکې څخه د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پلویانو یوه مرکز کشف شوی دی.

د ځایي چارواکو په وینا، د اوړو دغه فابریکه د پیښور په یوه لیری پرته سیمه کې فعالیت درلود.

د پاکستاني امنیتي چارواکو په وینا، د داعش وسله والو دغه مرکز کابو درې میاشتې مخکې د یوه ګډ پوځې عملیات په ترڅ کشف شوی.

چارواکي زیاتوي، چې د عملیات په ترڅ کې د اعش یوه لوړپوړي قوماندان او دسیمې مشر چې خلیل نومېده هم ووژل شو.

د چارواکو په وینا، د نښو پهترڅ کې د خلیل یو ملګری هم وژل شوی و او د پاکستان امنیتي ځواکونو پنځه سرتیري ټپیان شوي وه.

د پاکستان امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسینو ته ویلي چې د فابریکې پر ضد عملیات وروسته له هغه پیل شوه چې وسله والو له فابریکې څخه د امنیتي ځواکونو پر ضد په عملیات تو بریدونو بوخت ول.

سرچینې زیاتوي، چې د داعشیانو په بریدونو کې یو شمېر پولیس سرتیري وژل شوي وو.

د اسلامي دولت نومې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbg9b8arhbawp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته