دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۰
د مطلب کود : 149705
ملګروملتونو ننګرهار کې د داعش له خوا د یو ماین پاک وژل په کلکه غندلي

د افغانستان دماین پاکۍ د چارو د همغږۍ دفتر او د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ پروګرام په یوګډ بیان کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والې ډلې د جنګیالیو له خوا د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د افغانستان د ماین پاکۍ د پروګرام د یو افغان ماین پاک وژل په سختو ټکو غندلي دي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)په دغه ګډ بیان کې ویل شوي چې د تیرې شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د اغزو په کلي کې د افغان حکومت مخالفې وسله والې ډلې وسله والو په قصدي ډول د اریا ماین پاکۍ د موسسې د ماین پاک مرۍ پرې کړې ده.

د دغه بیان له مخې د داعش وسله وال بریدګرو دوه نور ملکي وګړي هم په ډزو وژلي دي.

د افغانستان د ماین پاکۍ د چارو د همغږۍ دفتر او د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ پروګرام په ګډ بیان کې ویل شوي چې د ماین پاکۍ د موسسې پر دغه کارکوونکي باندې د برید هدف لا نه دی څرګند شوی.

" د رپوټونو له مخې بریدګرو په ماین پاکونکي باندې وروسته له هغې ډزې وکړې چې له هغه یې د ځان معرفي کولو غوښتنه وکړه او د دې سره سره چې ماین پاک ورته وویل چې د ماینونود پاکولو د یوې خیریه غیر حکومتي موسسې سره کارکوي".

په دې بیان کې افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ماین پاکۍ د پروګرام رئیسې میرمن ایګویل فوس، دا برید وحشیانه بللی او ویلي دي چې ماین پاکوونکي هره ورځ خپل ژوند په خطر کې اچوي تر څو نورد یو ځای څخه بل ځای ته په خوندي ډول تګ راتګ وکړي.

تراوسه اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې د چپرهار په ولسوالۍ کې د یو افغان ماین پاک د وژلو مسولیت نه دی اخیستی.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې افغان ماین پاکان د خپل ګواښوونکي کار په دوام سره لا ډیره قرباني ورکوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما د رپوټ له مخې په ۲۰۱۶ کال کې د ماین پاکۍ پر موسسو شل جلا جلا بریدونه شوي چې له امله یې نهه تنه وژل شوي او لس تنه نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د ماین پاکۍ د چارو د همغږۍ دفتر او د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ پروګرام، په جګړو کې د ښکیلو خواو څخه غوښتي دي چې پر ماین پاکانو دې بریدونه بند کړي او هغوی ته دې د ماینونو د ډکو سیمو د پاکولو امکانات برابر کړي.

دا بیان وایي، ماین پاکان ملکي وګړي دي چې نړیوالو قوانینو کې پر ملکیانو باندې بریدونه منع دي او پر هغوی باندې بریدونه جنګي جنایات شمیرل کیږي.

ملګرو ملتونو په دې بیان کې د افغانستان د ماین پاکۍ د چارو د همغږۍ د دفتر د رئیس محمد شفیق یوسفي له خولې ویل شوي چې په افغانستان کې یو ځل بیا د ماینونو د چاودنو د پیښو له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.

د ښاغلي یوسفي د وینا له مخې اوس هره میاشت په افغانستان کې ۱۵۲ تنه د ماین د پیښو ښکار کیږي چې یا ژوند او یا هم د خپل بدن غړي له لاسه ورکوي.

په افغانستان کې د تیرو دوو لسیزو راهیسې د ماین پاکۍ پروګرام روان دی، خو دا هیواد اوس هم په نړۍ کې یو له ځمکنیو ماینونو ډک هیواد دی.

افغانستان کې د ماین پاکۍ په موسسو کې تر ۷۰۰۰ ماین پاکان په کار بوخت دي.

افغانستان تمه لري چې د ۲۰۲۳ کال پورې له ماینونو پاک هیواد شي، خو د ماین پاکۍ د موسسو چارواکي وايي دا کار ځکه نه شي کیدلی چې پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل پر وخت د ښخو شوو ځمکنیو ماینونو سربیره اوس هم وسله والې ډلې د ماینونو څخه کاراخلي، چې دغه هدف ته رسیدل یې د خنډ سره مخ کړي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbg9b8srhbazp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته